د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، چې د روسيې د نظامي بريد پر خلاف به تل د اوکراين په څنګ کې درېږي او پر وړاندې به يې له اوکراين سره هر راز بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي نن پنجشنبه د (غبرګولي په ۲۶مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، ...
Read More »خوړو نړيوال پروګرام: هر لسو افغانانو کې نهه تنه يې کافي خواړه نه لري
د خوړو نړيوال پروګرام په يوه تازه بيان کې ويلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو او تېلو بيو په لوړېدو سره ډېری افغانان له سختې لوږې سره مخ شوي دي. د دې پروګرام د افغانستان برخې مسوولې مري الين مکګرو ارټي د RTA په نوم له يوه ټلوېزيون ...
Read More »حکومت د داخلي توليداتو پياوړتيا په موخه د مشابح توکو واردول منعه کړل
د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي په يوه تازه اقدام کې له بهر څخه د هغو مشابح توکو پر واردولو بنديز لګولی، چې په کور دننه عملا د صنعتکارانو له لوري توليدېږي. عزيزي پرون سېشنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) د هرات له صنعتي ښارګوټي د ليدنې پرمهال خبريالانو ته ...
Read More »بايډن راتلونکې مياشت منځني ختيځ او سعودي عربستان ته سفر کوي
سپينې ماڼۍ پرون سېشنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې ټاکل شوې په راتلونکې جولای مياشت کې ولسمشر جوبايډ منځني ختيځ ته خپل رسمي سفر پيل کړي او د دې سفر په ترڅ کې به سعودي عربستان ته هم لاړ شي. د اعلاميې له مخې د ...
Read More »ترکمنستان له لوري د اقينې او اندخوی د اوسپنې پټلۍ بشپړولو کارونه پيلېږي
د ترکمنستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکي به په افغانستان کې د اقينې او اندخوی ترمنځ د اوسپنې پټلۍ نيمګړي پاتې کارونو د بشپړولو چارې پيل کړي. د ترکمنستان دې ادارې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) اعلان کړی چې د نوموړي هېواد انجنيران په ...
Read More »خالد پاينده: په امريکا کې يې کور او شتمني له حکومتي ماموريت وړاندې اخيستې
امريکايۍ والسټريټ ژونال ورځپاڼې پرون په يوه څېړنيز راپور کې ادعا کړې چې يو شمېر پخوانيو افغان چارواکو په امريکا، عربي امارتو، ترکيې او نورو هېوادونو کې د مليونونه ډالرو په ارزښت کورنه پيرلي دي. د بلخ پخوانی والي عطاءمحمد نور، ولسمشر ماڼۍ پخوانی مرستيال عبدالرشيد دوستم، د ملي امنيت ...
Read More »سوريه: د اسرائيلو د بريد له امله د دمشق هوايي ډګر له پروازونو لوېدلی
سوريې چارواکو له درې ورځني ځنډ وروسته تائيد کړه، چې اسرائيلي ځواکونو د دې هېواد د دمشق پر نړيوال هوايي ډګر راکيټي بريد کړی او په ترڅ کې يې نوموړي هوايي ډګر ته پراخ زيانونه اوښتي دي. د سوريې عرب نيوز خبري اژانس د نوموړي هېواد د ټرانسپورټ وزارت په ...
Read More »ملګري ملتونه: مليونونه بېوزله او بې ځايه شوي افغانان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري
د ملګرو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ يو وار بيا په افغانستان کې د بېځايه شوو او نورو بېوزله افغانانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې چې وضعيت ته په پام له يادو افغانانو سره بېړنيو مرستو ته اړتيا ده. د نوموړي سازمان د کډوالو برخې عالي کمېشنرۍ مرستياله ...
Read More »د کارګرو نړيوال سازمان له افغان ماشومان د ملاتړ کمپاين پيل کړ
د کارګرو نړيوال سازمان يا ILO د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې په مناسبت، له افغان کارګرو ماشومانو ملاتړ اعلان کړی دی. دې سازمان نن يکشنبه د (غبرګولي په ۲۲مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف سره په ...
Read More »پوتين: امريکا بايد د افغانستان بيا رغونې مالي مسووليت په غاړه واخلي
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې د امريکا شل کلن حضور دغه هېواد پر يوه حساسه نقطه بدل کړ او په دې ترڅ کې يې زيات زيان وليد. نوموړي دا څرګندونې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمداف سره په کريملېن ...
Read More »