Home » 2022 » جون (page 10)

Monthly Archives: جون 2022

د برېتانيې د سيوري حکومت بهرنيو چارو وزير کابل ته په ناڅاپي سفر راغلی

ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی چې د برېتانيې د سيوري حکومت بهرنيو چارو وزير (The shadow foreign secretary)  ډيوېډ لمي پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۱۹مه) په يوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی. د برېتانيې د سيوري حکومت د نوموړي هېواد په پارلمان کې د حکومت سياسي ...

Read More »

ايراني او هندي چارواکو په افغانستان کې د ټول‌ګډونه دولت پر رامنځته کولو خبرې کړي

د ايران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۰مه) نوي ډهلي ته د سفر په ترڅ کې له خپل هنددي سيال جي شنکر سره ليدلي دي. د هند بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې په دې ليدنه کې د ...

Read More »

افغان لوبډله نن له زيمبابوې لوبډلې سره د کرکټ درېيمه يو ورځنۍ لوبه کوي

ټاکل شوې چې نن پنج‌شنبه د (غبرګولي ۲۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زيمبابوې لوبډلې سره د نړيوال جام سوپر ليګ غوراوي سياليو يو ورځنۍ لوبلړۍ وروستې لوبه ترسره کړي. افغان لوبډلې د يادې لوبلړۍ دوې لوبې له زيمبابوې ګټلې او نننۍ هغه يې وروستۍ لوبه ده. د کرکټ ...

Read More »

کورنيو چارو وزارت پوليسو ته د رسمي يونيفورم د توضيح لړۍ پيل کړه

د سرپرست حکومت کورنيو چارو وزارت نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) د يوه خبري کنفرانس له لارې رسما پوليسو ته د يونيفورم د توضيح کولو لړۍ د پيل خبر ورکړ. د کورنيو چارو وزارت د مسوولانو په خبره، دغه يونيفورم د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخندزاده لوري تائيد ...

Read More »

ايران کې د اورګاډي چپه کېدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي

د ايران په ختيځ کې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) يو مسافر وړونکی اورګاډی له کرښې اوښتی او چپه شوی دی. چارواکو ويلي چې دغه پېښه د ايران خراسان ولايت د سوېلي طبس ولسوالۍ په تم‌ځای کې رامنځته شوې ده. ایراني رسنيو د دې هېواد د چارواکو په حواله ...

Read More »

هندوستان ټايمز: نوی ډهلی په کابل کې د سفارت پرانيستو هڅه کوي

کابل ته د هند د بهرنيو چارو وزارت د پلاوي له سفر او دغلته د خپل سفارت د پرانيستو په تړاو د وضعيت له کتنې وروسته، هندوستان ټايمز خبر ورکړی چې نوی ډهلی په کابل کې د خپل سفارت بېرته پرانيستو په موخه د وضعيت پر ارزونه اخته دی. دې ...

Read More »

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن د هانکانګ له لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام ته د غوراوي سياليو په ترڅ کې خپله لومړنۍ لوبه د هانکانګ له لوبډلې سره ترسره کړي. دا لوبې د اسيا ملتونو جام ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي او په ...

Read More »

امريکا: نړيوال غواړي وګوري چې ط.البان خپلو ژمنو ته څومره وفادار دي؟

امريکايي چارواکو تازه د افغانستان په تړاو ويلي، اوس‌مهال نړيوال غواړي پر دې پوه شي چې ط.البان د خپلو کړو ژمنو په تړاو څه ډول چلند کوي. د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي توماس ويسټ پرون دوشنبه ماښام د (غبرګولي په ۱۷مه) په يو لړ ټوېټونو کې ...

Read More »

جرمني: د ط.البانو موجوده تګلارو افغانان له ستونزو سره مخ کړي

د جرمني بهرنيو چارو وزيرې انالينا بېربوک وايي، په افغانستان کې ط.البان په ناسمه لار روان دي او زياتوي چې د دوی دا کار د عامو افغانانو په ګټه نه دی. نوموړې نن سې‌شنبه د (غبرګولي په ۱۷مه) په اسلام‌اباد کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ...

Read More »

انس حقاني: جګړه که هر څومره سپيڅلې وي هم، بي سوادي او لوږه زياتوي

د اسلامي امارت د رهبرۍ غړی انس حقاني وايي، په افغانستان کې له ۴ لسيزو را په دېخوا جګړه د دې لامل شوي چې خلک له زده‌کړو لرې پاتې او له لوږې سره مخ شي. نوموړي دا څرګندونې نن سې‌شنبه د (غبرګولي په ۱۷مه) په افغانستان کې د پوهنې، لوړو ...

Read More »