بریتانیا او امریکا نن شنبه (د زمري ۱۶مه نېټه) د درېیم ځل لپاره د اعلامیو په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي ستونزو له امله ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي. دواړو سفارتونو تر دې مخکې هم څو ځله ویلي وو چې د افغانستان امنیتي وضعیت ...
Read More »Monthly Archives: اگست 2021
افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالي ته د سپینې ماڼۍ اندېښنې
په کابل کې د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د رییس دواخان مینه پال تر ترور وروسته، سپینېماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي، چې د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه، د طالبانو د نړیوال مشروعیت خپلولو سره مرسته نه کوي. جان ساکي سپینه مانۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې وضعیت ...
Read More »د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت:بریتانیاوي وګړي دې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي
د بریتانیا حکومت خپلو ټولو وګړه ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي وضعیت له کبله ژر تر ژره له افغانستانه ووځي. د فرانس پرېس اژانس د راپورونو پر بنسټ، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) دا غوښتنه کړې وه. د بریتانیا د حکومت له لوري ...
Read More »د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دواخان مینهپال ترور په کلکو ټکو غندلی
د افغان حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخا مینه پال ترور د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کلکو ټکو غندلی دی. دواخان مینه پال پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) په کابل ښار کې ترور شو، چې مسوولیت یې طالبانو ومانه. په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا سفیرې باربرا ووډ ...
Read More »د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی. پرون د جمعې (د زمري ۱۶مه نېټه) په ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوې وه چې دې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د ...
Read More »روسیه کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړل شوي
د روسیې د رسنیو چارواکو دې هېواد کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړلي دي. د ‘Open Media’ او ‘MBKH’ په نوم دغو چینلونو پرون د چهارشنبې ( د زمري ۱۳مه نېټه) په ورځ وویل چې کاروونکي یې د دوی وېب پاڼو ته لاس رسی نه ...
Read More »ترکیې له ایران سره پر پوله د افغانانو په ګډون ۳۰۰ کډوال نیولي
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې ترکي چارواکو اعلان کړی چې پرون د چهار شنبې ( د زمري ۱۳مه نېټه) په ورځ یې هغه ۳۰۰ کډوال نیولي چې غوښتل یې د ایران له پولې څخه ترکیې ته واوړي. د خبر له مخې دغه کسان ټول په یوه لوی ...
Read More »برېښنا شرکت ۲ میاشتو کې ۱ میلیارد افغانۍ عواید له لاسه ورکړي
د افغانستان برښنا شرکت وایي، چې په ځينو ولایتونو کې د جګړې د زیاتوالي له امله د شاوخوا ۱۰۴ زره پیریودونکو څخه د برښنا د لګښت پیسې نه دي راټولې شوې. د دغه شرکت په وینا له ۱۵ کلونو راهیسې یې، د وسله والوطالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه ...
Read More »د ملګرو ملتونو امنیت شورا راتلونکې اونۍ د افغانستان روان وضعیت په اړه خبرې کوي
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اونۍ په شنبه یا یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د چهارشنبې (زمري ۱۳مه نېټه) په ورځ د داسې یوې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه، ...
Read More »امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر:طالبان له پاکستان پرته بل دایمي ملګری نه لري
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني او اوس د ویلسن څېړنیز مرکز غړی وایي چې د سیمې هېوادونه په موقته توګه طالبانو ته اړتیا لري خو پاکستان یې دایمي ملاتړی دی. حسین حقاني د امریکا له ان پي ار رسنۍ سره په خبرو کې ویلي د سیمې ...
Read More »