Home » 2021 » اگست (page 2)

Monthly Archives: اگست 2021

افغان ولسمشر:د بې‌ثباتۍ مخنیوي لپاره داخلي او بهرني مشورې روانې دي

رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد روان وضعیت په اړه نن شنبه (د زمري ۲۳مه نېټه) ماسپیښن په خپل پیغام کې وویل، چې افغانستان د بې ثباتۍ له جدي ګواښ سره مخ دی. ولسمشر وویل، چې د افغانستان له روان وضعیت خبر دی او هڅه کوي، چې د بې‌ثباتۍ ...

Read More »

بلخ، پکتیکا او میدان وردګ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده

رویداد خبري آژانس

د وسله والو طالبانو ویاند وایي چې د بلخ د مرکز مزار شریف، پکتیکا په مرکز ښرنه او میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.  دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ  د روزګان د مرکز ترينکوټ، ...

Read More »

انتونیو ګوتریش:د حملو او بریدونو نه، بلکې د خبرو او سولې وخت دی

رویداد خبري آژانس

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پرون د جمعې ورځ (د زمري ۲۲مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې پر ښارونو بریدونه ناورین زېږولی شي نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې په ښارونو او د ...

Read More »

ملګرو ملتونو؛په افغانستان کې پر بېځایه شویو کسانو اندېښه ښودلې

رویداد خبري آژانس

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ په افغانستان کې پر ښځو، نجونو او ماشومانو د وروستیو پراخو جګړو د اغېزو له کبله اندېښنه ښودلې. د ‘یو.اېن.اېچ.سي.ار’ د راپور له مخې له تېرې مې میاشتې راهیسې د جګړو له کبله له خپلو مېنو شااوخوا دوه نیمه لکه بې ځایه شویو افغانانو ...

Read More »

پاریس کې د فوټبال د نامتو لوبغاړي لیونیل میسي تود هرکلی وشو

رویداد خبري آژانس

په پاریس کې د نړۍ د فوټبال د نامتو لوبغاړي لیونیل میسي تود هرکلی وشو. میسي له پاریس سنټ جرمن لوبډلې سره یوځای شوی دی او ده په پلازمېنې پاریس کې د دې نوې لوبډلې کمیس چې د ده لپاره یې د دیرش شمېره غوره کړې ده، رسنیو ته ورښکاره ...

Read More »

عمران خان: تر هغو چې اشرف غني لېرې نه شي، طالبان د سولې خبرو ته نه چمتو کېږي

رویداد خبري آژانس

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، تر هغو چې اشرف غني له جمهوري ریاسته لېرې نه شي، وسله وال طالبان بین الافغاني خبرو ته نه چمتو کېږي. عمران خان پرون د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۰مه نېټه ) په اسلام اباد کې وویل، په اوسني وخت کې د ...

Read More »

اردوغان په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه

رویداد خبري آژانس

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د شخړو زیاتېدو ته اندېښنه ښکاره کړه. رجب طیب اردوغان پرون چهارشبنې په ورځ (د زمري ۲۰مه نېټه) ناوخته له ولسمشرغني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال پرون دا هم وویل چې انقره به په افغانستان کې د عادلانه سولې لپاره ...

Read More »

عبدالله: پاکستان باید له افغان سولې سره رښتینې همکاري وکړي

رویداد خبري آژانس

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرون د چهارشنبې په ورځ (دزمري ۲۰مه نېټه) د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې کتلي دي. عبدالله عبدالله ویلي چې په افغانستان کې روانې جګړې نه یوازې پاکستان بلکې ...

Read More »

ترکیه:اوس هم د کابل هوایي ډګر امنیتي مسوولیت اخیستو ته تیار یو

رویداد خبري آژانس

ترکیه وایي لا هم د کابل هوايي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستلو ته تیار دي. رویټرز د ترکي چارواکو په حواله لیکلي، سره له دې چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي او جګړې شدیدې شوې دي خو ترکیه لا هم د کابل هوایي ډګر د امنیتي مسوولیت اخیستلو ته ...

Read More »

صالح: کابل ته راغلي کډوال دې په جوماتونو کې ځای پر ځای شي

رویداد خبري آژانس

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د حج اوقافو وزارت ته یې دنده سپارلې څو په کابل کې د هغو بې ځایه شویو کورنیو پر مخ د جوماتونو دروازې خلاصې کړي ، چې د وروستیو جګړو له کبله کابل ته راکډه شوې دي. صالح پر خپله فیسبوک پاڼه ...

Read More »