د راپورونو له مخې تېره شپه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د کندهار-هرات پر لویه لار ترافیکي پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي چې پېښه د ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او باروړونکي ...
Read More »Monthly Archives: مارچ 2021
لوګر کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان په دریو ولایتونو کې افغان ځواکونو په عملیاتو او نښتو په پایله کې ۱۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د کندهار ارغنداب، هلمند نادعلي او د لوګر برکي برک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې په ترڅ کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان ...
Read More »په میدان وردګو کې د اوبو لګولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ په (سدو خېلو) کلي کې د څه باندې ۱۱ میلیونو افغانيو په ارزښت د اوبو لګولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ولایت رسنیز دفتر له لوري نن یکشنبه (د وري ۸ مه نېټه) په خبره شوې اعلامیه کې ویلي، ...
Read More »ایران او چین د همکارۍ یو ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ
ایران او چین پرون شنبې په ورځ (د وري۷مه نېټه) د ۲۵ کلنې ستراتیژیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې تړون د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په تهران کې لاسلیک کړ. د دواړو هیوادونو تر منځ ...
Read More »فوټبال؛ نن د کابل استقلال او جبل السراج پروان سره مخ کېږي
د افغانستان د فوټبال د اتلولۍ لیک لوبو په دوام د کابل استقلال او د جبل السراج پروان ټیمونه نن یکشنبه (د وري ۸مه نېټه) سیالي کوي. په پرونۍ لوبو کې استقلال کابل، خوست د اتلانو کلوب ته صفر د درې په مقابل کې ماته ورکړه. د افغانستان د فوټبال ...
Read More »د میانمار امنیتي ځواکونو په یوه ورځ کې ۹۰ کسان وژلي
په میانمار کې د شنبې په ورځ (د وري ۷مه نېټه) د پوځي کودتا په ضد په روانو لاریونونو کې ۹۰ کسان وژل شوي دي. راپورونه او عیني شاهدان وايي امنیتي ځواکونو دا کسان وژلي دي چې په کې یو کوچنی هم شامل دی. دا لاریونونه د فبرورۍ له لومړۍ ...
Read More »عبدالله: د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د شرایطو پر اساس شوې
د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه د شرایطو پر اساس شوې، خو طالبان لاهم په خپله ژمنه چې د تاوتریخوالي کمول دي، عمل نه دی کړی. عبدالله عبدالله وایي وسله والو طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه ...
Read More »کابل کې د داعش ډلې یو غړی نیول شوی
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د داعش ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړ. دغه وزارت نن شنبه (د وري ۷مه نېټه) ویلي چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره ...
Read More »ایران د چین سره د همکارۍ یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کوي
ایران او چین غواړي همدا نن شنبه د ګډې همکارۍ یو اوږدمهاله او هر اړخیزه تړون امضأ کړي. په دغه ۲۵ کلن تړون کي به «سیاسي، ستراتیژیکي او اقتصادي موافقې» شاملي وي. د ایران د خارجه وزارت ویاند، سعید خطیب زاده په دولتي ټلویزون کي د خبرو پر مهال وویل ...
Read More »افغانستان کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي او یو بل مړ شوی دی. روغتیا وزارت دغه معلومات چې نن(شنبه د وري په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تازه ثبت شوې پېښې د ۱زرو ...
Read More »