Home » افغانستان » یونیسف وایي، په ۲۰۲۴ کال یې له څه باندې ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې

یونیسف وایي، په ۲۰۲۴ کال یې له څه باندې ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې یې د تېر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د روغتیا، پوهنې، ماشومانو ساتنې، ټولنیزو اسانتیاوو د پروګرامونو له لارې د ژوند ژغورنې په برخو کې مرستې برابرې کړي دي.

د افغانستان لپاره د یونیسف د دفتر مشر، ډاکټر تاج الدین ایوالي نن (یکشنبې، د کب ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۴ کال د ۱۲.۶ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه کسان د اوږدې جګړو د اغېزو، له پاکستان څخه د کډوالو ستنېدلو، د سختو اقلیمي بدلونونو د پایلو او د سخت اقتصادي سقوط څخه د زیږېدلې پراخې بېکارۍ له امله پر بشري مرستو متکي وو.

یونیسف په دې راپور کې ویلي: “یونیسف په ۲۰۲۴ کال کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ۶۲۸ زرو او ۳۰۷ ماشومانو ته، چې د سختې خوارځواکۍ له امله یې خپل زیات وزن بایللی و، د ژوند د ژغورنې درملنه برابره کړې او تر ۸۰ فیصدو پورې یې د هغوی ستونزو ته حل لاره موندلې ده.”

په راپور کې ویل شوي چې یونیسف د درېیم پرله‌پسې کال لپاره د ماشومانو د بشري مرستو د عملیاتي پلان (HAC) لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۱.۴۴ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې ده، چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د نړیوالې ټولنې له خوا ورته د دې اړینې بودیجې یوازې ۵۶ سلنه برابره شوې وه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...