Home » افغانستان » کانونو وزارت: پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرول يو فرصت دی

کانونو وزارت: پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرول يو فرصت دی

وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف خپل حکومت ته له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو په برخه کې د جديت لارښوونه وکړ، ورسره د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت پاکستان ته د ډبرو سکرو په زياته پيمانه صادرول يو عمده فرصت ياد کړ.

د دې وزارت د وياند عصمت‌الله برهان نن سې‌شنبه د (چنګاښ په ۷مه) خبري کنفرانس کې وويل، چې د اوس لپاره پاکستان د افغانستان ډبرو سکرو لپاره ښه مارکېټ دی او په خبره يې دغه وزارت نه غواړي هغه لاسته راوړنې چې د پاکستان له مارکېټ يې په دې برخه کې لري، له لاسه ورکړي.

نوموړي زياته کړه چې دامهال د ډبرو سکارو ۸۰ ساحې تشخيص شوي چې له ډلې يې ۶۳ محفوظ شوي او يوازې په ۱۷ نقطو کې چې ۲۳نيم سوه ميليونه ټنه د ډبرو سکاره په کې موجود دي، استخراج روان دی.

د برهان په خبره، دامهال په نړيوال مارکېټ کې د يو ټن ډبرو سکرو بيه ۳۵۰ ډالر ده او په افغانستان کې بيا تر پولو د ډبر سکرو رسېد، د يوه ټن بيه ۲۵۰ ډالرو ته رسېږي.

نوموړی وايي، د کانونو او پټروليم وزارت پر کورني سوداګر يو ټن د ډبرو سکاره له ۳ تر ۴ زره افغانيو پلوري، خو په خبره يې د ماليې وزارت له لوري د بېلابېلو تعرفو د وضعه کېدو په ترڅ کې، د يو ټن ډبرو سکرو بيه ۲۵۰ ډالرو ته رسېږي.

له دې سره د ماليې وزارت دعوايدو رئيس محمد رسول عقاب وايي، چې دا مهال د افغانستان کانونه خپل اصلي ارزښت او ماهيت ته ګرځېدلي دي.

نوموړی وايي، حکومت ژمن دی چې کانونه بېرته خپل ارزښت ته ستانه کړي. د عقاب په خبره، په داسې حال کې چې افغانستان دامهال له نړيوالو بنديزو سره مخ دی، نشي کولی چې خپل کاني مواد نړيوال مارکېټ ته عرضه کړي.

د کانونو او پټروليم وزارت د شمېر له مخې، دا مهال افغانستان په مياشتنۍ توګه ۱۰ ټنه د ډبرو سکاره بهر ته صادروي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...