د کابل امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوي عمليات دوام لري او په ترڅ کې يې يو لړ لاسته راوړنې هم لرلي دي.
د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، د يادو عملياتو پرمهال يې د خلکو شخصي حريم د خوندي ساتنې په موخه ښځينه پوليس هم پر دندو ګمارل شوي او په ورځينو عملياتو کې له امنيتي ځواکونو سره برابره برخه اخلي.
نوموړي زياته کړې چې په يادو چاڼيزو عملياتو کې ۴سوه ښځينه پوليس هم پر دندو ګمارل شوي دي. ځدراڼ وايي، په کابل کې د تېرو ۳ ورځو په ترڅ کې د عملياتو پرمهال لسګونه ميله وسلې، يوه اندازه چاودېدونکي توکي او دولتي وسايط ترلاسه شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې دغه عمليات په کابل ښار کې د ګذر له وکيل، د جومات له ملا امام او له قومي مشرانو سره په همغږۍ او منځګړي توب ترسره کېږي.