Home » افغانستان » پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويانو لاريونونه پيل کړي

پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويانو لاريونونه پيل کړي

د خيبر پښتونخوا او قبايلو په بېلابېلو سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان د لاريونونو په موخه واټونو ته را وتلي او د علي وزير د خلاصون په موخه د کراچۍ له پرلت څخه خپل ملاتړ څرګندوي.

لاريونوال ټينګار کوي چې د سند ايالتي حکومت دې پر علي وزير درج شوي تورونه بېرته واخلي او نوموړی دې ژر له زندان څخه ازاد کړي.

دوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير انځورونه له ځان سره لېږدوي وايي، پر نوموړي د محکمې له لوري هېڅ ډول جرم نه دی ثابت شوی او په خبره يې په ناقانونه ډول په زندان کې ساتل کېږي.

لاريونوال د علي وزير د خلاصون ترڅنګ د پاکستان له حکومت غواړي، چې حنيف پښتين، وېس ابدال او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور نيول شوي غړي دې هم خوشي کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پرون شنبه په يوه ويډيويي پيغام کې له خلکو وغوښتل، چې نن يک‌شنبه د (کب په ۸مه) د پښتونخوا او قبايلو په ټولو سيمو کې د کراچۍ له پرلت څخه په ملاتړ سوله‌ييز لاريونونه ترسره کړي.

نوموړي ويلي، چې د کراچۍ پرلت د سند ايالتي حکومت پر ضد حرکت نه دی، بلکې د نوموړي په خبره دا کار له زندان څخه د علي وزير د خوشې کولو يوه سوله‌ييزه غوښتنه ده.

پښتين زياته کړې چې پښتنو فعالانو او سياسونو د کراچۍ له پرلت څخه له بېلابېلو لارو په ګټنې، خپل ملاتړ څرګند کړی او وايي، چې د يادې غوښتنې د لا پياوړتيا په موخه دې خلک هم د يک‌شنبې په ورځ په خپلو سيمو کې سوله‌ييز لاريونونه وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د یاد هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته لیک استولی

د ډان ورځپاڼې د خبر ...