د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ په (سدو خېلو) کلي کې د څه باندې ۱۱ میلیونو افغانيو په ارزښت د اوبو لګولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت رسنیز دفتر له لوري نن یکشنبه (د وري ۸ مه نېټه) په خبره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پرګرامونو د همغږۍ برنامې تر چتر لاندې د میدان وردګو ولایت، دایمیرادو ولسوالۍ په ( سدوخیلو) کلي کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د اوبو یو سر بند چې ٢٧ متره اوږدوالی لري، تر بشپړې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
اعلامیه زیاتوي، دغه سر بند چې به اساسي بڼه رغول شوی دی په پورتنۍ او ښکتنۍ برخه کې د ٢٩٦ متره محافظوي دېوال لرلو تر څنګ ٨٠ متره وینګوال او د ١٨٠ مترو په اوږد والي سره یو پوخ کانال هم لري، چې له ملي بودجې پرې شا او خوا ۱۱ میلیونه، ۳۷۵۰۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی دی.

د میدان وردګو ولایت رسنیز دفتر دغه راز دغه ویلي، چې په دغه پروژه کې ګڼ شمېر فني او غير فني کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې چې له دې پروژې به په راتلونکې کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي، چې ورسره به د بزګرانو په حاصلاتو او د دوی په اقتصادي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.