ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۱۰مه) د اوکراين له اوډيسا بندري ښار څخه پر غنمو بار يوه بېړۍ حرکت وکړي.
دا کار د هغې هوکړې په چوکاټ کې کېږي، چې په تېره جولای کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د روسيې او اوکراين ترمنځ په ترکيه کې په دې موخه وشوه، چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراين غنمو صادرولو ته يوه خوندي لار جوړه شي.
له هوکړې وروسته په دې صادرېدونکې لومړۍ جوپه کې ۲۶زره ټنه غنم بار دي او د يادې هوکړې له مخې به، په مياشتنۍ توګه له اوکراين څخه ۵ ميليون مټرک ټن غنم نړۍ ته صادرېږي.
د اوکراين د زيربناوو وزير اليکساندر کوبراکوف هم نن له اوډيسا څخه د غنمو لومړۍ جوپې صادردېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې دا کار پر اوکراين د روسيې له بريد وروسته د لومړي ځل لپاره کېږي.
د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د روسيې او اوکراين ترمنځ د تور سمندرګي له لارې د اوکراين غنمو د صادرولو هوکړه په نړۍ کې د خوړو د کموالي له منځه وړلو په موخه مهمه ده.
دا هوکړه په دې موخه شوې، چې د غنمو د لوی صادروونکي هېواد په توګه له اوکراين څخه د غنمو په صادرېدو سره، په نړۍ کې د خوړو د رامنځته شوې قحطۍ مخه ونيول شي.