په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما وايي، لا هم په افغانستان کې خبريالان ځورول کېږي او د دوی پر وړاندې تاوتريخوالی دوام لري.
يوناما نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، اوس هم د افغان خبريالانو لپاره د فعاليت خوندي چاپېريال نه دی رامنځته شوی او له همدې کبله د دوی پر وړاندې تاوتريخوالی جاري دی.
يوناما پر طالبانو غږ کړی، چې نيول شوي خبريالان او د رسنيو کارکوونکي ژر خوشې کړي او دغه راز دې د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې روان خپلسري توقيفونو او ګواښونو په ګډون سخت دريځي اقدامات پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ مسوولان دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې ځينو چاپي رسنيو د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د خپلو خبريالانو نيول کېدل تائيد کړل.
که څه هم اسلامي امارت د خبريالانو پر خونديتوب سربېره له دوی سره د همکاريو ژمنې کړې؛ خو د خبريالانو مدافع نړيوال بنسټونه وايي چې اسلامي امارت خبريالان خلاص زړه فعاليت کولو ته نه دي پرېښي.