د پښتون ژغورنې غورځنګ پرون سېشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۱۰مه) په اسلاماباد پرېس کلب کې د نوموړي غورځنګ مخکښ غړي ارمان لوڼي د قتل قضيې په تړاو د مالوماتو وړاندې کولو په موخه رسنيز کنفرانس ورکړ.
په دې رسنيز کنفرانس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين او د دې غورځنګ مخکښې وړانګې لوڼۍ رسنيو ته خبرې وکړې. وړانګې د خبرو پرمهال په ډاګه کړه، چې د خپل ورور ارمان لوڼي د قتل قضيې د تعقيب په موخه يې د عدالت هره دروازه ټکولې؛ خو تر په خبره يې اوسه ورسره انصاف نه دی شوی.
نوموړې ويلي، چې ارمان لوڼي د قتل قضيې د تعقيب په ترڅ کې له عدالت ناهيلې شوې ده. وړانګې زياته کړې چې پر ناهيلۍ سربېره هم، چمتوو ده چې د خپل ورور لپاره د عدالت غوښتنې په موخه د قانوني ادرسونو ټولې دروازې وټکوي.
له دې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، که څه هم ارمان لوڼی په بلوچستان کې درې کاله وړاندې د پوليسو له لوري وژل شوی؛ خو لا يې هم قاتل ته د کړې عمل سزا نه ده ورکړل شوې.
نوموړي زياته کړه، چې د ارمان قضيې ته په پام سره د پاکستان قضايي نظام تر دې حده ټيټ او کمزوری دی، چې د قتل قضيې په کې په سختۍ درج کېدای شي او قاتل د ضمانتونو په مقابل کې سرې سترګې ګرځي.
د پښتين په خبره، د ارمان لوڼي لپاره د عدالت غوښتنې په موخه زياتې هڅې شوې؛ خو په خبره يې هېڅ پايله يې نه ده ورکړې او همدې کبله اړ شول چې په اسلاماباد پرېس کلب کې راټو او کنفرانس ورکړي.
ټاکل شوې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکې يکشنبه د (غبرګولي په ۱۵مه) پراخه ولسي غونډه ترسره کړي او په دې غونډه کې به د ارمان لوڼي، خړ کمر پېښې قربانيانو او په واڼه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د وژل شوو کسانو تلين ونمانځل شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين ويلي، چې په دې لويه غونډه کې د ترهګرۍ مخنيوي په تړاو نړيوالو ته هم واضيح پيغام وړاندې کړي.