Home » افغانستان » ولسي جرګه: د سرپرستانو د کار دوام د فساد د پراختیا سبب کېږي
رویداد خبري آژانس

ولسي جرګه: د سرپرستانو د کار دوام د فساد د پراختیا سبب کېږي

د افغانستان ولسي جرګه وایي د سرپرستانو د کار دوام غیر قانوني دی او د فساد د پراختیا سبب کېږي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړو نن چهارشنبه (د وري۱۱مه نېټه) په نننۍ غونډه کې یو ځل بیا له ولسمشر غني غوښتي چې د کابینې غړي دې د باور رایې اخیستو لپاره ورمعرفي کړي او په دې توګه دې په اداراتو کې د سرپرستۍ دود ختم کړي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې د سرپرستانو د کار دوام د فساد د پراختیا او کمکارۍ سبب کېږي.

هغه همدا راز وویل چې د سرپرستانو د کار دوام له قانون سره هم په ټکر کې عمل دی او افغان حکومت باید دې مسئلې ته متوجه وي ځکه ددغه کسانو کار او پرېکړې غیر قانوني دي.

ولسي جرګه داسې مهال د سرپرستۍ د ختمولو غوښتنه کوي چې همدا اوس هم د کابینې ګڼ غړي سرپرستان دي.

له دې ډلې ځینو یې له ولسي جرګې د باور رایه نه ده اخیستې او ځینې یې تر اوسه ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره نه دي ورمعرفي شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...