Home » افغانستان » ناروې له افغانستان سره ۲۲ ميليون ډالر مرسته اعلان کړه

ناروې له افغانستان سره ۲۲ ميليون ډالر مرسته اعلان کړه

د ناروې حکومت په افغانستان کې د لوږې اوسنۍ کچې د مهارولو په موخه له افغانانو سره د ۲۲ ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

د ناروې حکومت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دا مرسته په افغانستان کې د خواړو خونديتوب د زياتولو په موخه کوي او زياته کړې يې ده، چې دا اندازه پيسې به يې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو او نړيوال بانک له لوري په افغانستان کې ولګول شي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې افغانستان اوس د اقتصادي سقوط پر پاڼ ولاړ دی او له همدې کبله په دې هېواد کې بشري اړتياوې د زياتېدو په حال کې دي.

ناروې زياته کړې، چې دامهال ډېری افغانان د خوړو ناخونديتوب ترڅنګ له بې‌وزلۍ او بې روزګارۍ سره مخ دي او دا متعددې ستونزې د دې لامل شوي، چې دغلته خلک بنسټيزو خدمتونو ته کافي لاسرسی ونه لري.

په اعلاميې کې د ناروې بهرنيو چارو وزیر انيکين هوتفيلت له قوله ويل شوي، دغه تازه اعلان شوې مرسته به د روغتيا او زده‌کړو په برخو کې ولګول شي او ټينګار يې کړی، چې نجونې او هلکان به د يادو مرستو په نتيجه کې ترلاسه شوو خدمتونو ته په بشپړه توګه لاسرسی ولري.

هغه زياته کړې، چې ناروې په تېر يوه کال کې له افغانستان سره په زياته پيمانه بشري مرستې کړي او څرګنده کړې يې ده چې دا مرستې د افغانستان له حکومت سره نه بلکې له اړمنو افغانانو سره شوي دي.

د هوتفيلت په خبره، په اوس کې د ناروې لپاره اړينه دا ده چې له مرستو يې د افغانستان خلک ګټه پورته کړي نه د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت.

د مالوماتو له مخې ناروې په افغانستان کې له سياسي بدلون را وروسته تر دې مهاله، په بشري برخه کې له افغانانو سره ۷۰ ميليون ډالر مرسته کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...