د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
دغو کارپوهانو د افغان کډوالو پر جبري ستنولو اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی چې پاکستان بايد د افغانانو د کوربه په توګه خپل پخواني رول ته دوام ورکړي.
پاکستان افغان کډوالو ته په دواطلبانه توګه د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړی و او دغه وخت له پوره کېدلو سره سم یې بیا ایستل پیل کړل.
د کارپوهانو په خبره ميليونونه افغانان په پاکستان کې پرته له دې چې پر مشروع غوښتنو یې غور وشي، د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي. دا اقدام د بشري حقونو او د کډوالۍ د نړۍوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له سپارښتنو سره په ټکر کې دی.