ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پيسو په وردننه کېدو سره دا امکان شته چې دغلته روان اقتصادي بحران تر يوه حده مهار شي.
په کابل کې د دې سازمان د بشري مرستو همغږي کوونکی رامز الاکبروف له کابل څخه د ملګرو ملتونو په مرکز خبريالانو ته د انلاين له لارې ويلي، چې افغانستان ته د نغدو پيسو لېږل ښايي مثبت اغېز ولري.
نوموړي د امريکا له متحده ايالاتو غوښتنه کړې، چې د جګړه ځپلي افغانستان د اقتصاد بيا احيا کولو په موخه دې د نوموړي هېواد کنګل کړې شتمني ازاده کړي.
الاکبروف وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت له امله ۱۹ ميليونه خلک د خوړو له ناورين سره مخ دي او زياتوي، چې ياد خراب اقتصادي وضعيت د افغانستان ډېر خلک له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان کړي.
په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي ژانګ جون هم له خبريالانو سره په خبرو کې د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د کنګل ساتلو په موخه هېڅ ډول اصولي توجيه نشته او بايده دي چې ژر تر ژره ازاده شي.
خو امريکايي چارواکو بيا ويلي، چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د حضور او وژل کېدو له امله ولسمشر بايډن د افغانستان يادې شتمنۍ د ازادولو په موخه له طالبانو سره د هر ډول مذاکرې د تعليق کولو پرېکړه کړې ده.