بصیره یوه معلوله او یتیمه نجلۍ ده، خو د دواړو لاسونو په نهلرلو سره هڅه کوي چې د خیاطۍ په برخه کې له خپلو پښو څخه کار واخلي او د کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي.
بصیره د ننګرهار اوسېدونکې ده، هغه وایي: “زه معلوله او یتیمه یم. مور مې ناروغه ده، ورور مې کوچنی دی کار نه شي کولی، د کور کارونه هم زه کوم.”
بصیره زیاتوي: “غواړم خیاطي وکړم او ګنډل شوې جامې په دوکاندارانو وپلورم. ډېره خوشحاله یم چې دلته راځم او خیاطي کوم.”
نوموړې د خیاطۍ له زده کولو وروسته اوس کولی شي چرمې او افغاني جامې وګنډي.
هغه له خیاطۍ څخه د لاسته راوړلو پیسو په اړه داسې وایي: “کله مې چې لومړۍ ځل له خیاطۍ پیسې لاسته راوړې هغه مې مور ته ورکړې مور مې راته وکتل او په ژړا شوه، هغې راته وویل ته ډېره په زحمت یې او خیاطي کول درته ستونزمن دي.”