Home » افغانستان » مجاهد: په کابل او ځينو ولايتونو کې د عملياتو موخه د امنيت ډاډمن‌ول دي

مجاهد: په کابل او ځينو ولايتونو کې د عملياتو موخه د امنيت ډاډمن‌ول دي

په داسې حال کې له درېيو ورځو را په دېخوا په کابل، پروان او کاپيسا کې د کور په کور تلاشۍ چاڼيز عمليات دوام لري، د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي چې دغه عمليات د عامه نظم او د امنيت ډاډمنولو په موخه دي.

نوموړي چې نن يک‌شنبه د (کب په ۸مه) يې کابل کې خبري کنفرانس ته خبرې کولې ومنله، چې د سياسي بدلون پرمهال د څرخي پله زندان په شمول له يو شمېر زندانونو داسې کسان خوشي شوي، چې جرمي سابقه لري.

مجاهد زياته کړه چې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ د يادو خوشي شوو کسانو په شمول ځيني جرمې شبکې د انسجام په حال کې وې او له همدې کبله يې په کابل، پروان او کاپیسا کې د وسلو ټولولو چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

مجاهد هغو اندېښنو ته په اشارې سره چې ګواکې روان عمليات د يوه خاص سياسي هدف په موخه دي وويل، چې ياد چاڼيز عمليات د ګذر وکيل او د جومات ملا امام په مشوره د ښځينه پوليسو په موجوديت کې ترسره کېږي او هېڅکله يې موخه خاص افراد نه دي.

په ورته وخت کې نوموړي د پوهنتونو پيلېدو ته هم اشاره درلوده او تائيدوي، چې له تحوولاتو وروسته په هنتونونو کې د استاذانو کموالی رامنځته شوی. مجاهد له هغو استاذانو چې دباندې تللي وغوښتل، څو هېواد او خپلو دندو ته بېرته راستانه شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...