د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره په ايران کې د افغان کډوالو پر وضعيت، زندانيانو، نشهيي توکو، سرحدي مسایلو، دوه اړخیزه سوداګرۍ او پر متقابلو همکاریو غږېدلی.
امينيان په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټينګښت د سیمې په ګټه بللی او زیاته کړې یې ده، ايران هڅه کوي چې له افغانستان سره د ګډو پولو له لارې د ښه ګاونډیتوب د ساتلو په موخه دوه اړخیزه مثبته استفاده وشي.
په ورته وخت کې نوموړي چمتوالی وښود چې حکومت یې له افغان بزګرو سره د کرنې په برخه کې همکاري کول غواړي او د دې ترڅنګ د افغاني محصولاتو واردولو ته هم لومړيتوب ورکوي.
په همدې حال کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وويل، هڅه کوي چې افغانستان د سیمې په کچه د ټرانزیټ په مرکز بدل شي او خبره يې په دې لړ کې به د ایران او تاجکستان تر منځ سوداګريزو توکو ته د لېږد رالېږد په برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
د يادې ليدنې پرمهال هوکړه شوې، چې د سرحدي مسایلو د څېړلو او د دوه اړخیزو همکاریو د پايښت په موخه به د افغانستان او ایران پلاوي خپل منځي ناستې کوي، څو دواړه هېوادونه په بېلا بېلو برخو کې له سوداګرۍ او دوه اړخیزو همکاریو څخه ښه استفاده وکړای شي.