ټاکل شوې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۱مه) يو پاکستانی پلاوی چې په ترکيب کې يې قومي مشران هم شامل دي، د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره د مذاکراتو په موخه کابل ته راشي.
د دې پنځوس کسيز پلاوي مشري د پاکستان پخوانی سناتور ملا صالح شاه کوي او په ترکيب کې يې د شمالي وزيرستان، کرمې، مومندو، اوکرزيو، باجوړ او ملکنډ په شمول د ګڼو قبايلي سيمو قومي مشران هم شامل دي.
وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې تحريک طالبان پاکستان يا ټيټيپي د پاکستان له حکومت سره په مذاکراتو کې له قبايلي سيمو د پاکستان د پوځ په شا کېدو، له خيبر پښتونخوا څخه د قبايلي سيمو بيا بېلول، په ملکنډ او نورو قبايلي سيمو کې د شريعت عملي کول او د يادې ډلې د ټولو بنديانو خلاصول د سولې عمده شرطونه ياد کړي دي.
خو تر اوسه د پاکستان پوځ په رسمي توګه د يادو مذاکراتو پرمهال د سولې په بدل کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري د وړاندې شوو شرايطو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګواکې د پاکستان پوځ هم د تحريک طالبان پاکستان يو لړ غوښتنې منلي دي.