Home » افغانستان » له سپرست حکومت سره پر سوداګرۍ د خبرو لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته رسېدلی

له سپرست حکومت سره پر سوداګرۍ د خبرو لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته رسېدلی

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستيال په مشرۍ د دې هېواد پلاوی پرون دوشنبه مازدېګر مهال د (چنګاښ په ۲۷مه) کابل ته رسېدلی دی.

د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد بېګاه شپه په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې د پاکستان له دې پلاوي سره به په سوداګرۍ، ټرانزیټ، ډبرو سکرو او د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشي.

له دې وړاندې پاکستاني خبريال طاهرخان د پاکستان د حکومت يوې سرچينې له قوله ويلي و، د پاکستاني پلاوي د سفر په اجنډا کې مهمه مسئله چې بحث به پرې وشي، له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردول دي.

نوموړي د يادې سرچينې له قوله زياته کړې، چې ښايي د افغانستان او پاکستان چارواکي له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرولو په موخه پر يوه هوکړه هم غور وکړي.

دامهال د افغانستان سرپرست حکومت د ډبرو سکرو د يوه ټن بيه له ۹۰ ډالرو څخه ۲سوه ډالرو ته پورته کړې، چې د ماليې او نورو لګښتونو له تاديې وروسته د يو ټن ډبرو سکرو بيه ۲۸۰ ډالرو ته رسېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...