Home » اقتصادی » له ایران اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پیل شو
رویداد خبري آژانس

له ایران اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پیل شو

ایراني چارواکو ویلي، چې اسلام کلا بندر ته یې له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد له سره پیل کړی دی.

د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې و ځنډېد چې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر وسوځېدل او لسګونه ميليونه ډالر زيان يې واړاوه.

د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وايي، د اوونۍ په اوږدو کې د اسلام کلا بندر د بیا پرانیستنې په تړاو هڅې روانې وې چې د توکو د لېږد را لېږد بهیر په وقفه یي ډول بیا پیل شوی دی.

د جیلاني په خبره د شته ستونزو له حل وروسته، سوداګریزو موټرو ته د لېږد اجازه ورکړل شوې ده او ترانزيټي فعاليتونه بيا پيل شوي دي.

مالیې وزارت هم وايي، اوس هڅه کېږي چې د هغه سوداګریزو توکو موټر چې د مصرف نېټه یې کمه ده د لېږد چارې یې ژر بشپړې شي تر څو سوداګر له ستونزو سره مخ نه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...