Home » افغانستان » لغمان کې چاودنې یو کس وژلی او ۹ نور ټپیان شوي
رویداد خبري آژانس
رویداد خبري آژانس

لغمان کې چاودنې یو کس وژلی او ۹ نور ټپیان شوي

د لغمان په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې چاودنې یو کس وژلی د دوو ماشومانو په ګډون  او نهه نور ټپیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ياده پيښه تاييده کړې ده،او ویلي چې دا چاودنه تېر ماښام اته بجې د ښاروالۍ د هوټل مخې ته په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په واسطه وشوه.

هغه زیاته کړه: “۱۰ تنه ټپیان د مهترلام روغتون ته انتقال شوي وو چې متأسفانه د دوی له ډلې یوه‌یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه، په ټپیانو کې دوه تنه ماشومان هم دي.”

د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه  چا نه‌دی منلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...