د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر، ریاض المالکي ویلي چې اوس د حماس په شتون سره د ایتلافي حکومت د جوړولو مناسب وخت نه دی.
د فرانس ۲۴ رسنۍ د راپور له مخې، مالکي په یو خبري کنفرانس کې ویلي، اوس د داسې حکومت د جوړولو وخت نه دی چې حماس پکې برخه ولري، ځکه په دې صورت کې به د تېر په څېر د یو شمېر هېوادونو له خوا بندیزونه ولګول شي.
هغه زیاته کړه: “موږ نه غواړو په داسې حالت کې واوسو. موږ غواړو ومنل شو او له نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توګه اړیکه ونیسو.”
د فلسطین لومړي وزیر، محمد اشتیه په غزه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د بدلون اړتیا ته په اشارې سره، د دوشنبې په ورځ د خپل حکومت استعفا اعلان کړه چې د لویدیځې غاړې ځینې برخې اداره کوي.
د فلسطین ولسمشر، محمود عباس امر کړی چې اوسنی حکومت دې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې په موقت ډول خپل کار ته دوام ورکړي.
فرانس ۲۴ د مالکي له خولې ویلي، د نړیوالې ټولنې لومړیتوب دا دی چې فلسطینیانو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او بیا د غزې د بیارغونې څرنګوالی وڅېړي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په غزې باندې د اسرائیلو د غچ اخیستونکو بمباریو او ځمکنیو بریدونو له امله د ډېرو ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ زره ۹۵۴ فلسطینیان وژل شوي دي.