په غور کې ځایي مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې سیلابونو څه کم ۵۰ کسانو ژوند اخیستی او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
د غور د والي ویاند، عبدالواحد حماس نن سهار (شنبه، د غویي ۲۹مه) رسنیو ته ویلي چې د زیانونو زیاتوالي احتمال شته، ځکه یو شمېر کسان لا هم ورک دي.
د هغه په وینا د پرون ورځې سیلابونو د فیروزکوه ښار دولینه، تولک، شهرک او مرغاب ولسوالیو ته درانه زیانونه اړولي دي.
حماس ویلي چې تر دې دمه دوه زره کورونه او دوه زره او ۵۰۰دوکانونه په بشپړه توګه او څلور زره نور کورونه په جزوي توګه تخریب شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې سیلابونو سلګونه هکټاره ځمکې، پلونه او موصلاتې لارو د له منځته تللو لامل شوې دي.
ویل کېږې چې اوسمهال د غور موصلاتي لارې او د غورـ هرات لاره تړل شوې ده.
د غور قومندانۍ هم ویلي چې د پرون ورځې سیلابونو تر ټولو ډېر زیانونه د فیروزکوه ښار د جنوب برخې کورونو ته اړولي دي.
د ویلو ده چې تېره اوونۍ سیلابونو د هېواد په شمالي ولایتونو کې درانه زیانونه اړولي وو، د شمېرو له مخې یوازې په بغلان کې څه باندې ۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په زرګونو کورونه له منځه تللي دي.