د ا.ا د دفاع وزارت په غور کې د دغه وزارت د هوايي ځواکونو د یوې چورلکې غورځېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د ا.ا د دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د غویي په ۲۶مه نېټه د «Mi-17» ډوله چورلکې د بېړنۍ ناستې پر مهال د تخنیکي ستونزو له امله له دېوال سره ټکر او ولوېده.
خوارزمي زیاته کړې چې دا چورلکه د هغو مړو د راایستلو لپاره استول شوې وه چې په هریردو سیند کې یې د فلانکوچ ډوله موټر د غورځېدو له امله ژوند بایللی و.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او ١٢ نور ټپيان دي.
د ا.ا د دفاع وزارت وياند د وژل شوي کس د هويت او د ټپيانو د حالت په اړه څه نه دي ویلي.