د عرب متحده اماراتو چارواکي وايي، چې په وروستيو کلونو کې يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ۱.۷ مېليارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي.
په روسيې کې د دې هېواد د سفارت سلاکار د او افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په غونډه کې د عربي اماراتو استازي حمد الحبسي پرون چهارشنبه يادې غونډې ته ويلي، چې له افغانستان سره د عربی متحده اماراتو له لوري د شوو مرستو اندازه ۶.۱ مېليارد «درهمو» ته چې د ۱.۷ مېليارد ډالرو معادل کېږي، رسېدلې ده.
نوموړي ويلي، چې له افغانستان سره دا مرستې په روغتيايي، د پاکو اوبو په برابرولو، زدهکړو، سرپنا، او ښځو او ماشومانو ته د پاملرنې په برخو کې شوي دي.
الحبسي زياته کړې، چې د دې مرستو په لړ کې ۲۸۵ ټنه خوراکي او روغتيايی توکي افغانستان ته لېږدول شوي او پر دې سربېره په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته، عربي اماراتو ۴۰زره افغانان چې له خطر سره مخ وو له دې هېواد څخه باسلي دي.
د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ غونډه د افغانستان سرپرست حکومت له ګډون پرته پرون چهارشنبه په روسيې کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د روسيې د استازي په شمول د هند، ايران، قزاقستان، قرغيزستان، چين، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قطر، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او ترکيې استازو ګډون کړی و.