د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د ترکيې له اناتولي اژانس سره په ځانګړې مرکه کې چې پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۱مه) خپره شوې، د افغانستان پر اړوند مسايلو هم تم شوی دی.
نوموړي په افغانستان کې بېثباتۍ په پام سره ويلي، چې د يادې بېثباتۍ په ترڅ کې له افغانستان څخه پر ترهګرۍ سربېره د کډوالۍ څپې د بيا پروته کېدو احتمال هم شته، چې کولی شي له سيمې ور هاخوا پر نورو هېوادونو هم پراخې اغېزې ولري.
شريف زياته کړې، چې پاکستان د افغانستان اوسنيو واکمنانو د هغو ژمنو پوره کېدو په اړه هڅې کوي، چې له نړيوالو سره يې په افغانستان کې د ګډو دولت د رامنځته کولو، د نجونو د زدهکړو، د ترهګرۍ په موخه د افغانستان د خاورې نه کارېدو او دغه راز د يوه پرمختللي افغانستان په اړه يې کړي دي.
نوموړي د افغان طالبانو په منځګړيتوب د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ برياليو مذاکراتو ته په اشارې سره ويلي، چې د افغان طالبانو دا عمل د دوی هغې ژمنې پر بنسټ دی کوم چې يې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې د نه کارېدو په اړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون چهارشنبه د قبايلي سيمو قومي مشرانو يوه جرګه له پاکستان څخه کابل ته راغلې او غواړي چې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره د دايمي اوربند په اړه خبرې وکړي.