د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا Save the Children په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبه د (زمري په ۱۹مه) يې خپور کړی، په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعيت ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د دې ادارې په راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ د يوه کال په تېرېدو سره رامنځته شوي ناسم وضعيت د نجونو ژوند ګډوډ کړی، له ټولنې يې بېلې کړي او له لوږې سره يې مخ کړي دي.
په راپور کې ويل شوي، چې د همدې وضعيت له امله شاوخوا ۲۵ سنله نجونې له رواني پلوه له ژور خپګان سره مخ دي. سېو د چلډرن په خپل راپور کې زياتوي، چې د طالبانو د واکمنۍ يوه کال په جريان کې بېوزلي زياته شوې او له کبله يې ۹۷ سنله کورنۍ خپلو ماشومانو ته د کافي خوړو په چمتوو کولو کې له ستونزو سره مخ دي او ۸۰ سلنه ماشومانو بيا ويلي، چې همدا تېره مياشت د شپې وږي وېده شوي دي.
په راپور کې ويل شوي، هغه ماشومان چې د شپې وږي وېده کېږي دوه برابره يې نجونې دي. سېو د چلنډرن ته ۹۰ سلنه نجونو ويلي چې د کمو خوړو له امله يې وزن کم شوی او د کار په شمول د لوبو کولو لپاره کافي انرژي نه لري.
موده وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د بېوزلۍ پر زياتېدو اندېښنه ښودلې وه او ويلي يې وو، چې دامهال په افغانستان کې ۲۴ ميليون خلک بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.