د هېواد په شمال، شمال ختيځو او سوېل لوېديځو ولايتونو کې د درنو اورښتونو له امله سيلابونه راوتلي او خلکو ته يې د پراخو مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اړولي دي.
د لوګر خوښۍ ولسوالي يو له هغو سيمو ده، چې سيلابونو په کې د خلکو د استوګنې سلګونه کورونه وران کړي او زرګونه جرېبه کرنيزه ځمکه کې يې هم خرابه کړې ده.
د لوګر د والي دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په خوښۍ ولسوالۍ کې د سيلابونو د راوتو له امله، تر دې دمه لس کسان شهيدان شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې امنيتي ځواکونه او مرستندويه کارکوونکي خوښۍ ته رسيدلي او خلکو ته يې مرسته رسول پيل کړي دي.
خو ځايي اوسيدونکي وايي، چې په خوښۍ کې وضعيت بېړنی دی او يادې مرستې کافي نه دي. دوی ټينګار کوي چې حکومت دې تر هر څه اول خلکو ته د سرپنا برابرولو غم وخوري.
د لوګر ترڅنګ پروان، پنجشېر، بدخشان، ميدان وردګ او کندهار هغه ولايتونه دي، چې د سيلابونو را وتو له امله په کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتی.