په بشري چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بنت، ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې له يو شمېر افغان فعالانو سره لېدلي او د افغانستان بشري وضعيت په تړاو يې ورسره خبرې کړي دي.
نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۱۰مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په ترکيې کې يې د ښځو حقونو له مدافعانو، وکيلانو، محصلانو، قاضيانو، مدني فعالانو، د مخکيني حکومت له ځينو چارواکو او دغه راز د مخکينۍ ملي شورا له ځينو غړو سره ليدلي دي.
بنت زياته کړې چې له يادو افغانانو سره يې ليدنې او خبرې ګټورې وې. خو د يادو ليدنو ځينو برخهوالو بيا رسنيو ته ويلي چې دغه ليدنې په محرمانه توګه ترسره شوي دي.
دوی د کړې ژمنې او خبرو محرموالي له امله له رسنيو سره په دې اړه نور مالومات نه دي شريک کړي. بنت کابل ته د سفر پرمهال نيوکه کړې وه چې ګواکې په افغانستان کې پر ښځو بنديزونه وضعه شوي او په دې توګه هڅه کېږي چې په ټولنه کې د دوی ونډه نور هم کمزوري شي.