Home » افغانستان » روسیې یوځل بیا؛د بین الافغاني خبرو لپاره د کوربه توب چمتووالی ښودلی
رویداد خبري آژانس

روسیې یوځل بیا؛د بین الافغاني خبرو لپاره د کوربه توب چمتووالی ښودلی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، که افغان لوری ورڅخه وغواړي حاضر دي چې د افغانانو ترمنځ د یوې بلې غونډې کوربه توب وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، په راتلونکي کې که اړوندې خواوې ورڅخه وغواړي په دغه هېواد کې د بین الافغاني مذاکراتو د ترتیبولو امکان ورته برابروي.

نوموړې همدارنګه ویلي، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو په لومړیو ورځو کې روسیې په تکرار د افغانستان د بېلابېلو سیاسي قوتونو او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د سولې او سولې ییزې حللارې د موندلو لپاره د خبرو زمینه برابره کړه.

زخاروا د دوحې خبرو ته په اشارې هیله څرګنده کړې چې دواړه خواوې به له نرمښته کار واخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ...