د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي دفتر تازه د يکشنبې په ورځ د (کب په ۸مه) ويلي، له تېرې شپې راهيسې روسي ځواکونو پر کيف ښار بريد پيل کړی دی.
د زلينسکي دفتر په يوه بيان کې ويلي، پر پلازمېنې کيف د بريد ترڅنګ روسي ځواکونو په خارکيف ښار کې د اوکراين دويم لوی ښار دی، د ګازو يوه نلليک په بمونو الوځولې او دغلته يې د تېلو يوه چاڼخونه هم په نښه کړې ده.
په بيان کې ويل شوي چې دتېلو دا چاڼخونه په سيمه کې يوه لوی هوايي ډګر ته نږدې موقعيت لري. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي دفتر په کيف کې خلکو ته سپارښتنه کړې د کورونو په ځمکتلونو او يا هم تر ځمکې لاندې ميټرو کې ځانونه خوندي کړي.
له دې سپارښتنې سره سم په کيف ښار کې د خلکو ګرځبنديز اعلان شوی او حکومت ډاډ ورکړی چې اوکرايني ځواکونه پر کيف د بشپړ کنټرول د بيا ترلاسه کولو په هڅه کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه ۶ اورپايي هېوادونو له اوکرايني ځواکونو سره د وسلو او مهماتو د مرستې کولو اعلان کړی دی.