روسيې هېواد ته له ۳۰ کلن ځنډ وروسته يو وار بيا له افغانستان څخه د انارو د صادرولو لړۍ پیل شوه او د انارو لومړۍ جوپه دې هېواد ته روانه شوه.
د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه نن پنجشنبه د (لړم په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د انارو د صادرولو دغه لړۍ د افغان کارټ دولتي شرکت په هڅو سره بېرته پيل شوه.
د نوموړي په خبره، په دې ګام سره به د هېواد په صادراتو کې زیاتوالی راشي او زياتوي چې د وچو مېوو په څېر به تازه مېوو ته هم له هېواده څخه بهر مارکیټ پیدا شي او د بزګرانو پر اقتصادي وضعیت به خورا مثبت اثر ولري.
ډېر کله افغان بڼوال شکايت کوي، چې د مېوو د رسېدو پرمهال ورته مناسب مارکېټ نه پيدا کېږي او له همدې کبله يې مېوې په باغونو کې ورستېږي.
دوی دغه راز په دې برخه کې د پاکستان پر چلند هم نيوکه کوي او وايي، چې د افغانستان مېوو په رسېدو سره ټرانزيټي لارې تړي او نه غواړي چې د افغانستان مېوې د پاکستان مارکېټ ته دننه شي.
بڼوالان له حکومت غوښتنه کوي چې د افغانستان مېوو ته دې په سيمه او نړۍ کې مناسب مارکېټ پيدا کړي.