Home » افغانستان » د کانونو وزارت: د امو سیند له نفتي حوزې هره ورځ ۳۵۰ټنه تېل ایستل کېږي

د کانونو وزارت: د امو سیند له نفتي حوزې هره ورځ ۳۵۰ټنه تېل ایستل کېږي

د ا.ا د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د امو سیند په حوزه کې د ورځې د نفتو د استخراج کچه ۱۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده.

دغه وزارت نن چهارشنبه د کب ٩مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د امو سيند د نفتو په حوزه کې شپږ نوي څاګانې کيندلې او فعالې شوې او په دې برخه کې د فعالو څاګانو شمېر ٢٤ څاګانو ته رسېدلی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت همداراز ویلي چې د روان کال تر پایه به د امو سیند د نفتو په حوزه کې ټولټال ۴۷ څاګانې فعالې شي او د نفتو د استخراج اندازه به درې زره ټنو ته لوړه شي.

د امو سیند د نفتو په حوزه کې سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونه شامل دي.

ا.ا تېر کال د نفتو د دې حوزې د استخراج تړون له يوه چينايي شرکت سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسليک کړ.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...