د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې تېر کال د ۵،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۷۸ زره قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي دي.
د دغه وزارت چارواکو نن (شنبه د سنبلې ۳۱مه) د اماراتي ادارو د لاستهراوړنو په پروګرام کې ویلي چې د قیمتي ډبرو د قانوني استخراج لپاره کړنلاره ترتیب شوې او په تېرو دریو کلونو کې یې د قیمتي ډبرو د غیر قانوني استخراج او قاچاق مخه نیولې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې پروګرام کې ویلي چې په تېر یوه کال کې په پنجشېر کې د زمرد شاوخوا ۱۷۰۰ کانونه سروې او تاسیس شوي او ۵۷۵ یې د قانوني استخراج لپاره جوازونه صادر شوي دي. د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، له دې لارې ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې په تېر کال کې په هرات، تخار، غور، پروان، کابل، بغلان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې د کانونو د استخراج ۱۳ لوی قراردادونه لاسلیک شوي دي.
په همدې حال کې د ایران، چین او ازبکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه د دغه هېواد له کانونو سره لېوالتیا لري او په بېلابېلو برخو، لکه اوسپنه، مس او تېلو کې یې پانګونه کړې ده.