د سنو بورډ په ژمنیو المپیک سیالیو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان څخه مجبتی حبیبزي برخه واخېسته او لسم مقام یې ترلاسه کړ.
د افغانستان د سنو بورډ فډراسیون مسوولین وایي، دا سیالي په چین کې ترسره شوې چې افغانستان له قطر وړاندې لسم مقام خپل کړ.
مجتبی حبیبزي په سلوپي سټایل برخه کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه او په دې برخه کې یې خپل ډېر سیالان پاتې کړل.
سنو بورډ یوه مشهوره ژمنۍ لوبه ده چې پکې لوبغاړی د واورې پر تخته (snowboard) ولاړ وي او د واورینو غرونو یا ځانګړو چمتو کړل شویو لارو څخه ښکته کېږي.
دا لوبه د سکیینګ (Skiing) سره ورته والی لري، خو توپیر یې دا دی چې پکې دواړه پښې پر یوه تخته اېښودل کېږي، نه پر جلا سکیو.
د ویلو ده چې دا لوبه د ژمنیو المپیکي لوبو برخه ده او د امریکا، کاناډا، سویس، جاپان، او په نورو سړو سیمو کې ډېره مشهوره ده.