د پاکستان اېتلافي حکومت د دې هېواد د پوځ د لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه د شتمنيو او د هغې د ماليو د ورکړې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
د پاکستان حکومت دا ګام وروسته له هغې پورته کړی، چې پاکستاني خبريال احمد نوراني د فيکټ فوکس په نوم د څېړنيز ژورنالېزم په انټرنېټ پاڼه کې د جنرال باجوه د شتمنيو په اړه څېړنيز راپور خپور کړ.
په دې راپور کې نوراني د يو لړ ترلاسه کړو اسنادو پر بنسټ ادعا کړې، چې د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال باجوه د لوی درستز په توګه د خپل ماموريت پرمهال په ۶ کلونو کې د مېلياردونو روپيو په ارزښت د شتمنيو خاوند شوی دی.
نوراني په دې راپور کې ويلي، چې د باجوه ترڅنګ د نوموړي ميرمن، اېنګور، د اېنګور مور او پلار، خوېندې او تره يې هم مېلياردران شوي دي.
دې راپور ته په پام سره د پاکستان ماليې وزير اسحاق دار د لومړي وزير شهباز شريف سلاکار طارق محمود شاه ته دنده سپارلې، چې د جنرال باجوه او د هغه کورنۍ په تړاو د ماليو ټول اسناد وڅېړي.
جنزال قمر جاوېد باجوه په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان د پوځ لوی درستز شوی او په ۲۰۱۹ کال کې يې دنده پای ته ورسېده؛ خو د وخت لومړي وزير عمران خان يې دنده د ۳ کلونو لپاره نور تمديد کړه. ټاکل شوې په همدې لنډو ورځو کې د پوځ لوی درستز په توګه د جنرال باجوه دنده پای ته ورسېږي او پر ځای به يې بل کس وټاکل شي.