Home » افغانستان » د ټاپي پروژې په بیا پيل د ا.ا د چارواکو ټينګار

د ټاپي پروژې په بیا پيل د ا.ا د چارواکو ټينګار

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ترکمنستان ته د سفر په ترڅ کې د وزیرانو د شورا مرستیال، باترامانوف سره په کتنه کې د ټاپي پروژې او افغانستان ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې امیرخان متقي له امانوف سره په کتنه کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د چټک عملي کار په پيلېدلو ټينګار کړی او هیله یې ښودلې چې ډېر ژر به د ترکمنستان د ګاز د لومړي فاز کار چارې پیل او بشپړې شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي چې هرات ته د ټاپي پروژې په راتګ سره به دغه ولایت د ترکمنستان د ګازو لپاره ښه بازار شي.

په همدې حال کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال ویلي چې افغانستان ته د انرژۍ لېږد په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې له لارې د دغه هېواد لومړیتوب دی.

ټاپي پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، په ۲۰۱۴ کال کې د دغو څلورو هېوادونو د مشرانو له خوا پرانیستل شوه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...