نن يکشنبه د (کب ۸مه) د سپين بولدک-چمن لار د مسافرو د تګ راتګ او د سوداګرۍ پر مخ بېرته پرانيستل شوه.
د کندهار د والي وياند له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د يادې لارې د خلاصون په موخه له بلوچستان څخه يو پلاوی کندهار ورغلی و او له ياد پلاوي سره د مذاکراتو په پايله کې، د سپين بولدک-چمن لار بېرته پرانيستل شوه.
د نوموړي په خبره سر له نن يکشنبې مسافر پر دغه لار تګ راتګ کولی شي او دغه راز سوداګر هم د خپلو توکو وړل را وړل پيلولی شي.
د سپين بولدک-چمن لار څلور ورځې وړاندې د ډيورنډ کرښې په صفري نقطه کې د افغان او پاکستاني ځواکون ترمنځ د جګړې له امله وتړل شوه او ورسره د يادې کرښې دواړو غاړو ته د خلکو تګ راتګ هم بند شوی و.