د ا.ا ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي چې د سالنک لویه لاره نن چهارشنبه د کب ۹مه د مسافروړونکو موټرونو پر مخ خلاصه شوې ده.
د سالنګ لویه لاره پرون یکشنبه د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د ټولګټو وزارت ویلي چې د سالنګ په بېلابېلو برخو کې د واورې کچه له یوه متر تر یو متر او ۴۵ سانتي پورې رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په راتلونکو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت اټکل شوی دی.