Home » سیمه او نړی » د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته د نتانیاهو غبرګون

د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو په اړه د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته د نتانیاهو غبرګون

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو یوځل بیا په ښکاره سرغړونې سره نړیوالې ټولنې ته په ټینګار ویلي چې هېڅکله به فلسطین ته د خپلواک حکومت د جوړولو اجازه ورنکړي.

نتانیاهو وایي چې نه ملګري ملتونه او نه هم کوم بل بنسټ دوی د ځان د دفاع په نامه د جګړې له دوام موږ نه شي منع کولای.

په ورته وخت کې بنیامین نتانیاهو اعلان کړی چې د غزې د تړانګې د راتلونکي حکومت لپاره له دغه ښار څخه د حماس له منځه وړل اړین دي.

نتانیاهو همدا زار زیاتوي: “موږ به فلسطین ته اجازه ورنکړو چې یو ترهګر دولت رامنځته کړي او له هغه ځایه پر موږ بریدونه وکړي.”

له بلې خوا د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه اسراییل د اوربند په خبرو اترو کې د روان کړکېچ مسوول بللی دی.

د فلسطین د مقاومت ډلو تل ټینګار کړی چې د یادې جګړې د پای ټکی د فلسطیني دولت جوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزې تړانګه کې د جګړې له پيل څخه څه باندې اووه مياشتې تېرې شوې، د هرې ورځې په تېريدو سره د اسرایيلو بريدونه زياتېږي او د فلسطیانو د وژلو لامل کېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

زیلینسکي: روسیه د جګړې ختمولو لپاره نه، بلکې د جنګ اوږدولو لپاره د بهانو په لټه کې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ...