Home » سپورټ » د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک پای؛امریکا او چین تر ټولو زیات مډالونه وګټل
رویداد خبري آژانس

د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک پای؛امریکا او چین تر ټولو زیات مډالونه وګټل

د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک سیالۍ د ۱۶ ورځو جدي لوبو وروسته پرون د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۷مه نېټه) پای ته ورسېدې او د امریکا او چین لوبغاړو وکړای شول چې د دغو سیالیو تر ټولو زیات مډالونه وګټي.

د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک لوبې چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله د یو کال ځنډ وروسته جوړې شوې وې امریکایي لوبغاړو ۳۹ د سرو زرو، ۴۱ سپین زرو او ۳۳ برونز (ژیړو) مدالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ.

د امریکا وروسته چین ددې سیالیو تر ټولو زیات مدالونه وګټل. چینایي لوبغاړو ۳۸ د سرو زرو، ۳۲ د سپینو زرو او ۱۸ برونزو مډالونه په ګټلو سره دوهم مقام وګاټه.

روسي وزرشکارانو چې د دوپینګ د پیښو په وجه یې د المپیک تر بیرغ لاندې سیالۍ وکړې په درېیم مقام کې راغلل چې ۲۰ د سرو زرو، ۲۸ سپینو زرو او ۲۳ برونزو مډالونه یې ترلاسه کړل.

دا دوهم ځل دی چې روسي لوبغاړي د غیر قانوني موادو د اخیستلو په وجه چې حکومت یې پدې کار سترګې پټې کړي د الکپیک په سیالیو کې د خپل هیواد د بیرغ پر ځای د المپیک تر بیرغ لاندې لوبې وکړې.

جاپاني لوبغاړو چې هیواد یې ددغو لوبو کوربه دی د دوو سرو زرو د ۲۷ مدالونو، د سپینو زرو ۱۴ او ۱۷ برونزو مډالونو په ګټلو سره په څلورم مقام کې راغلي دي.

د افغانستان په استازیتوب په دغو سیالیو کې پنځو لوبغاړو کډون کړی و چې هیڅ یو یې د مډال په اخیستلو ندی بریالی شوی.

د ټولې نړۍ له هیوادونو څخه ورزشکارانو په ۳۳ مختلفو ورزشونو کې پرله پسې ۱۶ ورځې پداسې حال کې سختې سیالۍ وکړې چې ستدیمونه د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي د محدودیتونو په وجه د نندارچیانو څخه خالي وو.

د کروناویروس خپریدو د دغو سیالیو په ترڅ کې زیاتې ستونزې رامنځ ته کړې، خو د لوبې یې بیا ونه ځنډولې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

افغان لوبډله

د کرکټ ملي لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه هم وبایلله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ...