Home » افغانستان » د ا. ا د دفاع وزارت له روسیې څخه د هوایي ضد وسلو اخیستلو خبر رد کړ

د ا. ا د دفاع وزارت له روسیې څخه د هوایي ضد وسلو اخیستلو خبر رد کړ

د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي ویلي چې د یاد وزارت د لوجستک مشر، عبدالبصیر صابري له روسیې څخه د هوایي ضد وسلو د اخیستلو خبرې تحریف شوی او تر اوسه په دې اړه له روسي چارواکو سره خبرې نه دي شوې.

صابري له ټاس خبري اژانس سره د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د ا.ا ځواکونه له کوم ډول نظامي وسلو سره لېوالتیا لري؟ “زما په اند د هوایي دفاع او هوایي فضا د کنټرول وسلو ته اړتیا لرو، ځمکنۍ وسلې لرو.”

هغه زیاته کړې: “په راتلونکې کې هوډ لرو چې روسۍ وسلې واخلو، چې موږ اړ کوي چې د هوایي دفاع سیسټم جوړ کړو.”

د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي د جمعې په ماښام (د وږي ۹مه) په خپله اېکس پاڼه د صابري د خبرو په تړاو ویلي، تر اوسه د هوایي ضد وسلو د اخیستلو په اړه له روسي چارواکو سره هېڅ خبرې نه دي شوې.

ویل کېږي چې د ا.ا ځواکونه اوس مهال د افغانستان د پخوانۍ اردو څخه په پاتو وسلو سمبال دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

خوست کې وړیا روغتیايي کمپونه پرانیستل شول

د خوست عامې روغتیا ریاست، ...