ټاکل شوې نن شنبه د (غبرګولي په ۱۴مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د زيمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اووريزې نړالې رسمي لوبلړۍ په لومړه لوبه کې ولوبېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولان وايي، افغان لوبډلې د يادو لوبو لپاره پوره چمتووالی نيولی دی او باوري دي چې ملي لوبډله به په يادو لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
د کرکټ بورډ مسوولانو ويلي، چې له زيمبابوې سره ياده لوبلړۍ له دې کبله مهمه ده، چې له ګټلو سره يې اتله لوبډله راتلونکي نړيوال جام ته نېغه لار پيدا کولی شي.
افغان لوبډله له زيمبابوې سره درې يو ورځنۍ يا۵۰ اووريزې نړيوالې لوبې لري چې لومړۍ يې نن شنبه، دويمه يې دوشنبه او درېيمه هغه به يې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
د يادو لوبو کوربهتوب زيمبابوې کوي او ټاکل شوې نننۍ لوبه د نوموړي هېواد په پلازمېنه هرارې کې ترسره شي.