ځينو پاکستاني رسينو د دې هېواد د کرکټ سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يو ورځنيو نړيوالو لوبو سيريز تر يوې بلې نامالومې مودې ځنډېدلی دی.
د پاکستان جيونيوز ټلوېزيون د دې هېواد د کرکټ بورډ يا PCB يوې سرچينې په حواله ويلي، چې د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډ مسوولان به په راتلونکي کې په ګډه يادې لوبې بل وخت ترتيب کړي.
دې سرچينې ويلي، چې دا مهال د پاکستان لوبډلې د لوبو مهالوېش خورا بوخت دی او نه شي کولی چې د اوس لپاره له افغانستان سره يو ورځنۍ نړيوالې لوبې وکړي او له همدې کبله يې يادې لوبې ځنډولي دي.
ټاکل شوې وه چې په نږدې موده کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو يو ورځنيو لوبو سريز ترسره شي.