د اسراییلو له خوا پر غـزې د بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵زره ۳۰۳ ته رسېدلي دی.
د عربي رسنیو د راپور له مخې چې د رفح ښار او جبالیا او بوریج کمپونو په ګډون د غرې په بېلابېلو برخو د اسراییلو د پرونیو بریدونو له امله ۳۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر راهیسې پر غزه د اسراییلو د بریدونو له پیله تر دې مهاله له ۷۹زره ۲۶۰ زیات فلسطینیان ټپيان شوي هم دي.
له بلې خوا یو شمېر هېوادونه او نړیوال سازمان د اسراییلو له خوا پر غزې د برید د درېدو او اوربند غوښتنه کړې، خو دغه هېواد ټینګار کړی چې بریدونه به یې د حماس تر بشپړ ختمولو پورې دوام ولري.
په ورته وخت کې حماس ویلي چې تر هغو اسراییلي ځواکونه د فلسطین له خاورې نه وي وتلي او د غزې محاصره پای ته نه وي رسېدلې، دوی به یې پر وړاندې مبارزه جاري ساتي.