د خوړو نړيوالو پروګرام يا WFP وايي، چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې يې له ميليونونه هغو افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې کړي، چې د خوړو له ناخونديتوب سره مخ دي.
د ياد بنسټ د افغانستان برخې تازه نن يکشنبه د (زمري په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې په ياده موده کې له ټولټال ۲۱ ميليونه افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د خوړو نړيوال پروګرام ياد شمېر افغانانو ته د خوراکي توکو د چمتوو کولو له امله له بسپنې ورکوونکو هېوادونو مننه کړې او ټينګار يې کړی چې په افغانستان کې د لوږې او بشري وضعيت ته په پام سره دې، خپلې مرستې جاري وساتي.
ملګرو ملتونو موده وړاندې په افغانستان کې د لوږې او بشري وضعيت په اړه خپرو شوو راپورونو کې ويلي، چې دامهال په افغانستان کې ۲۴ ميليونه کسان خوراکي مرستو ته په بېړنۍ توګه اړتيا لري.
دې سازمان له مرستندويو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د لوږې مهارولو په موخه مالي مرستې دوامداره کړي او په دې توګه دې په نوموړي هېواد کې د انساني ناورين مخنيوی وکړي.