Home » افغانستان » حکومت معلولو کسانو ته د امتيازاتو د اجرا کولو پروسه پيل کړې

حکومت معلولو کسانو ته د امتيازاتو د اجرا کولو پروسه پيل کړې

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان خبر ورکوي، چې په ټولو ولايتونو کې د معلولانو د تشخيص پروسې له بشپړېدو وروسته يې، يادو معلوليت لرونکو کسانو ته د مالي امتياز اجرا کولو پروسه پيل کړې ده.

د نوموړي وزارت مرستيال عبدالحکيم حقاني نن سې‌شنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) خبري کنفرانس ته وويل، چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له مودې راهيسې د شهيدانو او معلولينو د تشخيص او اسنادو ارزولو لړۍ پيل کړې وه، چې د حقاني په خبره دا لړۍ د معلولينو په برخه کې پای ته رسېدلی او د شهيدانو په برخه کې لا هم دوام لري.

نوموړي وويل، ګڼ معلوليت لرونکي کسان د دوی له لوري ثبت شوي چې له ډلې يې له ۱۲۳زرو ډېر د تېر نظام اړوند کسان دي. حقاني ډاډ ورکړ چې د شهيدان او معلوليت لرونکو کسانو په برخه کې به هېڅ ډول تبعيض او توپير نه کېږي او په خبره يې ټولو ته به يو ډول امتيازات حواله کېږي.

حقاني د تېر حکومت له لوري د خيالي معلولو کسانو ثبت ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د مخکيني حکومت له لوري له يو لک ډېر خيالي معلول کسان چې دامهال له سيسټم لرې شوي، ثبت او راجسټر شوي وو.

نوموړی زياتوي چې د يوه کال لپاره ۱۳مېليارد افغانۍ بوديجه د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په اختيار کې ورکړل شوې او د ترتيب شوې طرحې له مخې به له دې بوديجې معلولينو او دغه راز د شهيدانو کورنيو ته مالي امتيازات ورکوي.

حقاني دا هم ويلي، چې د شهيدانو کورنيو او معلوليت لرونکو کسانو ته د ځمکو د وېش وړانديز يې هم له هبت‌الله اخندزاده سره شريک کړی او د نوموړي له تائيد وروسته به يادو کورنيو او کسانو د ځمکو وېش هم پيل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...